له لګېدلو بندیزونو سره، سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لاریونونو د پیل اعلان وکړ

۴۴ دقيقې مخکې

له لګېدلو بندیزونو سره، سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لاریونونو د پیل اعلان وکړ. دغه ګوند ویلي، چې د لاریونونو او احتجانونو لړۍ به د دغه ګوند د بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د ګوند د نورو زندانیانو تر خلاصونه دوام وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند اوسني مشر اسد قیصر ویلي، چې د لاریونونو لړۍ نن پیلوي.

د ښاغلي قیصر په خبره؛ د ګوند ټولې ولایتي څانګې د لاریونونو، عامه پوهاوي پروګرامونو او نورو فعالیتونو د تنظیمولو لپاره ګومارل شوې دي.

هغه همدا راز ادعا کړې، د ګوند پر غړو د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې چاپې وهل شوې دي او د چاپو په دغه لړۍ کې ډېری کسان نیول شوي هم دي.

په پنجاب کې د تحریک انصاف رسنیز مسوول شیان بشیر په یوې خبري ناسته کې ویلي، چې پولیسو شاوخوا ۲۰۰ چاپې وهلې او ګڼ شمېر کسان یې نیولي دي.

ښاغلي بشیر همدا راز ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند به په لومړي پړاو کې لاهور او د راولپنډۍ اډیاله زندان ته څېرمه پراخ لاریون وکړي. د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې له تېرو دوو کالو راهیسې بندي دی.

د تحریک انصاف ګوند اوسني مشر اسد قیصر خبرداری ورکړی، چې د اوسني حکومت تر پرځېدو به لاریونونه دوام وکړي.

بل خوا د پنجاب ایالت د اطلاعاتو وزیرې عظمٰی بخاري ویلي، چې خلک به د تحریک انصاف د احتجاج او لاریونونو غږ رد کړي.

نوموړې ادعا کړې، تحریک انصاف ګوند نور سیاسي نه؛ بلکې په داسې سخت دریځه تنظیم اوښتی، چې غواړي د دولت بنسټونه ونړوي.

هغې دارنګه ویلي، (د اګست ۵مه) چې د کشمیریانو سره د یووالي ورځ هم ده؛ د تحریک انصاف د لاریونونو اعلان «خواشینوونکی» اقدام دی.

د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر عمران خان شاوخوا دوه کاله وړاندې د اګسټ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ونیول شو.

نور خبرونه

رادیو