طالبان: د بامیان په پنجاب کې د کلیوالو او کوچیانو ترمنځ د ځمکې شخړه عدلي حل شوې ده

۴ ورځې مخکې

په بامیان کې طالب چارواکو د پنجاب ولسوالۍ د رشک په سیمه کې د ځينو کورنیو په زور اېستل او د زورواکو کوچیانو له خوا د ځمکو د غصب راپورونه رد کړي دي.

طالبانو ویلي، چې په سیمه کې د کلیوالو او کوچیانو ترمنځ د ځمکې پر سر اوږده شخړه یې عدلي ادارو ته سپارلې او کوچیانو قضیه ګټلې ده.

په بامیان کې د طالبانو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د سې شنبه په ورځ (د زمري ۱۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «د محمد عوض دانش په نوم د پنجاب ولسوالۍ د پشته غرغري سيمې اوسېدونکي شل کاله وړاندې د سیمې د مشرانو په مخ کې له کوچیانو څخه ځيني ساحې په کرایه اخیستې وې او د کلونو کرایه یې نه ده ورکړې او نه یې هم په خپلو ژمنو عمل کړی.»

په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې عدلي او قضايي ادارو د دواړو خوا اسناد، شرعي خطونه او قبالې د شواهدو پر بنسټ څېړلې دي او د کوچیانو په ګټه پرېکړه شوې.

طالبانو د بامیان اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی هره پرېکړه پر عدالت ولاړه او هېڅوک ترې معاف نه دی.

طالبانو د یو شمېر رسنیو هغه راپورونه هم رد کړي، چې طالبانو د رشک کلي اوسېدونکي په زور کډه کولو ته اړ اېستي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په بامیان کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د کوچیانو په ګټه له حقوقي پرېکړې وروسته د پنجاب ولسوالۍ د رشک کلي اوسېدونکي کډه کولو ته اړ اېستي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو «له کوچیانو سره یوځای» په کلي کې ۲۵ کورونه خالي کړي دي.

نور خبرونه

رادیو