په غزني ولایت کې د خصوصي سکټور په ۲ نیم میلیونه ډالرو پانګونې سره د غنمو د اوړه کولو یوه کارخونه د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوه.
د دغې کارخونې ريیس په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، دغه فابریکه په ورځ کې د ۲۵۰ ټُنه غنمو د اوړه کولو ظرفیت لري او دمګړۍ پکې ۱۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول او سلګونه نورو ته په غېر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.
په دې مراسمو کې یو شمېر دیني عالمانو د اسلام له نظره د سوداګرۍ او تولید پر اهمیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې تجارت باید د اسلام د اصولو او لارښوونو پر بنسټ ترسره شي.
په غزني کې د طالبانو د کانونو او صنایعو خونې رييس وویل، طالبانو د اوړو پر وارداتو مالیه ۱۰ سلنې ته او د غنمو مالیه صفر ته راټیټه کړې ده او په دې سره به په کور دننه خصوصي سکټور تقویت او ولس ته د کار زمینه برابره شي.