د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۲۴ زره بهرني سېلانیانو له افغانستان څخه لیدنه کړې ده. هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ګرځندوی د اسانتیا لپاره پلانونه روان دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ادعا کړې ده، چې په افغانستان کې امنیت او ازادي ټينګه شوې او د هېواد د ګرځندوی صنعت د پرمختګ په حال کې دی.
نوموړي وویل، چې تېر کال دې ډلې په بېلابېلو سیمو کې د سېلانیانو د اوسېدو لپاره څلور هوټلونه جوړ کړي او سږ کال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د څلورو نورو هوټلونو د جوړولو پلان لري.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې له خصوصي سکتور سره په همکارۍ یې بهرنیو سېلانیانو ته د ویزې تمدید، د ژباړې خدمات، ټرانسپورټ، د افغان کلتور پېژندنې اړینې لارښوونې او بېلابېلو سیمو ته د سفر کولو څرنګوالي په څېر خدمتونه برابر کړي دي.
طالبان سیاحت د عاید سرچینه او د افغانستان د اقتصاد د بیا راژوندي کولو لپاره یوه لاره ګڼي او هڅه کوي، چې د ویزې په ورکړه کې د اسانتیاوو او د مستقیمو الوتنو د برابرولو له لارې بهرني سېلانیان را جلب کړي.
تر دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی او ادارې مرستیال وزیر په افغانستان کې د سیاحت د صنعت ودې ته په اشارې ویلي و، چې دا صنعت د اقتصادي ګټو ترڅنګ د طالبانو لپاره معنوي او سیاسي ګټې هم راوړي.
په وروستیو میاشتو کې له ځینو سېلانیانو سره د طالبانو همکاري په ځانګړې توګه افغانستان ته د یوې بهرنۍ مشهوري فلمي اداکارې سفر او په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو وسلهوالو جنګیالیو سره د مېرمنو د انځورونو خپرول پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
منتقدین وايي، په داسې حال کې چې افغان ښځې له خورا بنسټیزو بشري حقونو بې برخې دي، بهرني سېلانیانې د طالبانو په تبلیغاتي کمپاین کې برخه اخلي تر څو د دې ډلې ظالمانه واکمني عادي وښيي.