د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، په افغانستان کې له اوسني «افراطي او استبدادي» حاکمیت څخه باید فاصله واخیستل شي او په وینا یې د دوی په قانع کولو وخت ضایع نه شي او پر ځای یې باید د دغې «نیابتي ډلې» د اصلي ماهیت پر بربنډولو تمرکز وشي.
فضل محمود فضلي په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، هر څومره چې د نجونو د زده کړو او کار په اړه له اوسني «افراطي استبدادي» حاکمیت سره دیني یا عقلي استدلال زیات شي ،په هماغه اندازه به تعلیم دوښمنه استبداد دوام ومومي او ورسره به د هېواد نیمایي نفوس له زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو وروسته پاتې شي.
فضلي زیاته کړې: «هرڅومره چې زموږ ځینې سیاسي څېرې، لیکوالان او ژورنالېستان د نجونو د زده کړو او کار په اړه له اوسني افراطي استبدادي حاکمیت سره دیني یا عقلي استدلال کوي، یا ورته عذرونه او زارۍ کوي، په هماغه اندازه تعلیم دوښمنه استبداد دوام مومي او زموږ د هېواد نیمایي نفوس به له زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو څخه وروسته پاتې شي.»
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د دغه وضعیت په دوام سره به نارینه هم د دوامداره «انحطاط» او «اختناق» په پایله کې له خپلو ډېرو ابتدایي حقونو محروم شي.
فضل محمود فضلي وايي، له دغه وضعیته د وتنې لپاره باید له دغې «افراطي ډلې» څخه فاصله واخیستل شي او د دوی په قانع کولو باید وخت ضایع نه شي.
فضلي زیاته کړې: «د دې وضعیت د حل یوازینۍ لاره دا ده چې موږ باید له دې افراطي ډلې څخه فاصله واخلو، د هغوی په قانع کولو خپل وخت ضایع نه کړو او په زاریو او عذرونو سره هغوی ته عملي مشروعیت ورنه کړو.»
د نوموړي په وینا، د هغې پر ځای باید د دغې «نیابتي» ډلې د اصلي ماهیت پر بنډولو او په خپل انسجام او یووالي تمرکز وشي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې او محصلانې له زده کړو محرومې شوې دي او په دې برخه کې پراخو کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو هم څه اغېز ونه کړ او لا هم نجونې د زده کړو د دوام حق نه لري.