د حساب نابغه ماشوم په تړاو خلیلزاد:استعداد لرونکو نجونو او هلکانو ته باید فرصتونه برابر شي

۳ ورځې مخکې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د حساب نابغه ۷ کلن سمیع الله ذکاوت ته په اشارې سره ویلي، په افغانستان کې ډېرې نجونې او هلکان ښه استعدادونه لري او په وینا یې باید وروزل شي او فرصتونه ورته برابر شي.

زلمي خلیلزاد په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، «سمیع الله یو کوچنی ماشوم په ریاضياتو کې ځانګړې وړتیا لري. افغانستان ډېری استعداد لرونکي خلک لري: هلکان او انجونې، نارینه او ښځینه - خو استعداد باید وروزل شي او فرصتونه ورته برابر کړل شي.»

له دې سره سم، په داسې حال کې چې طالبان پر نجونو د زده‌کړو سخت بندیزونه لګولي خو د طالبانو پوهنې وزارت د شنبې په ورځ (د زمري په ۱۸مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ریاضياتو په برخه کې د ځانګړي استعداد لرونکي زده‌کوونکي سمیع الله ذکاوت وستایه او د ملاتړ له څرګندولو سربېره یې ۵۰ زره افغانۍ نغدي ډالۍ، یو کمپیوټر او یوه جوړه جامې ورکړي دي.

په دې مراسمو کې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال صبغت الله وصیل وویل، د پوهنې وزارت دا خپل مسوولیت ګڼي چې ټول هغه زده کوونکي چې استعداد لري، وستایي او پر هغوی کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه، «د سمیع الله جان په څېر استعداد لرونکو زده کوونکو لپاره مو داسې یو نمونوي ښوونځی پرانیستی، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه دغه ډول زده کوونکي پکې زده کړې وکړي او هغوی ته ځانګړې پاملرنه وشي.»

د نوموړي په وینا، د پوهنې وزارت به د حساب د دغه نابغه د زده کړو لپاره ټولې اړتیاوې پوره کړي او د زده کړو لګښتونه به یې هم په غاړه واخلي.

سمیع‌الله د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکی دی او له خپلې کورنۍ سره د پښتونخوا په اکوړه خټک سیمه کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې ژوند کوي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې له څلورو کلونو راهیسې نجونې زده کوونکې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو حق نه لري او دغه وضعیت د نړۍوالو له غبرګونونو سره سره لا هم پر خپل حال دی.

نور خبرونه

رادیو