ټي‌ټي‌پي به نور د خېبر تیرا درې په اپریدي قوم سیمو کې پر پاکستاني پوځ عملیات نه کوي

۱۹ ساعتونه مخکې

د یوه سند له مخې چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، د خېبر تېرا درې د اپريدي بر قمبرخېل قوم او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ له څو ورځنیو خبرو وروسته، پرېکړه شوې چې ټي‌ټي‌پي به نور د خېبر تیرا درې په اپریدي قوم استوګنیزو سیمو کې د پاکستاني پوځ پر وړاندې عملیات نه کوي.

د تحریک طالبان پاکستان د سولې له خبرو اترو وروسته یوه پرېکړه لیک خپور کړی دی.

د پرېکړه‌لیک په لومړۍ ماده کې راغلي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) وسلوال به د خېبر تېراه اړوند د اپریدو برقمبرخېل قوم په استوګنیزو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو برید یا عملیات نه کوي. خو که پاکستاني ځواکونه د ټي‌ټي‌پي پر ضد عملیات پیل کړي، نو دوی به د خپل ځان د دفاع لپاره جګړه کوي.

په دویمه ماده کې راغلي، چې د ټي‌ټي‌پي وسلوال به د تېرا برقمبرخېل له قوم څخه عشر نه اخلي او په درېیمه ماده کې راغلي چې د ټي ټي پي وسلوال به په قومي مسایلو کې مداخله نه کوي.

همداراز په څلورمه ماده کې راغلي چې د ټي‌ټي‌پي وسلوال هېڅ حق نه لري څوک شکنجه کړي، خو د برقمبرخېل قوم به د هغو کسانو مخه ونیسي چې له پاکستاني پوځیانو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.

د تړون په پنځمه ماده کې ویل شوي، په کومو وژنو کې چې د ټي‌ټي‌پي غړي ښکېل وي، باید د یادې ډلې کمېسیون ته رسمي عریضه وسپارل شي.

دا لومړی ځل دی چې د خېبر په تېرا کې د اپریدي برقمبرخېل قوم او د ټي ټي پي ترمنځ د امن تړون ترسره کېږي.

د تحریک طالبان پاکستان او قومي مشرانو ترمنځ د یکشنبې په ورځ د خبرو اترو درېیم پړاو د خېبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په لوی ماموند سیمه کې ترسره شوې دي.

په دغه ناسته کې دواړو غاړو روان کړکېچ ته د حل لارې موندلو په موخه په لنډمهاله اوربند هوکړه کړې.

نور خبرونه

رادیو