هند له روسیې د تېلو وارداتو په تړاو د لوېدیځو هېوادونو نیوکې بې‌ځایه او ناعادلانه بللي دي

پرون

د هند بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر د روسیې د تېلو د پېرلو له امله دغه هېواد پر لوړو تعرفو وګواښه ویلي، هغه هېوادونه چې پر هند نیوکې کوي، په خپله له روسیې سره پر سوداګرۍ بوخت دي او دغه وضعیت ته په کتو د هند په نښه کول بې‌ځایه او ناعادلانه دي.

دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ډاګه کړې، د هر لوی اقتصاد په څېر، هند به د خپلو ملي ګټو او اقتصادي امنیت د ساتنې لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

په اعلامیه کې راغلي، د اوکراین د شخړې له پیل وروسته هند له روسیې څخه د تېلو واردولو ته ځکه مخه وکړه، چې د هند د نفتو سرچینې اروپا ته واړول شوې او په هغه وخت کې امریکا د انرژۍ د نړۍوال بازار د ثبات لپاره له روسیې د تېلو واردولو ته وهڅاوه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې اروپايي ټولنې په ۲۰۲۴ کال کې له روسیې سره د ۶۷ اعشاریه ۵ میلیارده یورو په ارزښت دوه اړخیزه سوداګري کړې او امریکا لا هم له روسیې څخه د خپل اټومي صنعت لپاره یورانیم هیکسا فلورایډ، د برقي موټرو لپاره پالاډیم او کیمیاوي مواد واردوي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټروټ سوشل پوسټ کې ویلي وو: «هند نه یوازې د روسیې د تېلو لویه برخه پېري، بلکې د تېلو ډېره برخه بیا په ازاد بازار کې د لوړو ګټو لپاره پلوري.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړې، د هند پر وارداتو د روسي تېلو د پېرلو له امله به تعرفه ډېره لوړه کړي.

نور خبرونه

رادیو