د کاناډا حکومت په دغه هېواد کې د لرګیو صنعت سره د ۱.۲ مېلیارده کاناډايي ډالرو مرسته اعلان کړې. د کاناډا حکومت ویلي، دغه اقدام یې د امریکا لهخوا د وضع شویو تعرفو د فشار کمولو او مقابلې لپاره کړی دی.
دغه ۱.۲ مېلیارده کاناډايي ډالر چې ۸۷۰ مېلیونه امریکايي ډالر کېږي، د پورونو د تضمین او د لرګیو صنعت د بازارا موندنې لپاره ځانګړي شوي دي.