د ټرمپ ځانګړی استازی مسکو ته ورسېد

۲ ساعتونه مخکې

د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف د روسیې پلازمینې مسکو ته رسېدلی. د امریکا ولسمشر وړاندې مسکو ته د خپل ځانګړي استازي د سفر په اړه ویلي و.

رویټرز خبري اژانس د ځینو باخبره سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په هوايي ډګر د ټرمپ ځانګړي استازي هرکلي ته د پانګونې په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی او مل پلاوی یې ورغلی و.

وېټکاف په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي، چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې لا له وړاندې ترینګلې دي او د امریکا ولسمشر ویلي؛ که روسیه په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي ګامونه پورته نه کړي، بندیزونه به پرې ولګوي.

نور خبرونه

رادیو