د کشمیر د استحصال پر ضد د پېښور ښار په زړه کې پراخ لاریون شوی

۱۴ ساعتونه مخکې

د خېبرپښتونخوا د حکومت تر مشرۍ لاندې، د کشمیر د استحصال پر ضد نن د پېښور په مرکزي سیمو کې یو ستر لاریون ترسره شو، چې پکې د بېلابېلو ټولنیزو، سیاسي او تعلیمي قشرونو ګڼ شمېر کسانو ګډون کړی و.

دا لاریون، چې د لومړي وزیر له کور څخه د والي تر دفتره پورې وغځېد، د خیبرپښتونخوا د والي فیصل کریم کنډي او د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سیف په مشرۍ ترسره شو. د لاریون ګډونوالو "کشمیر به پاکستان شي" او "پاکستان زنده باد" شعارونه ورکول.

په دغه لاریون کې د حکومتي چارواکو ترڅنګ، د ښار د مختلفو برخو اوسېدونکو، د ښوونځيو او پوهنتونونو زده‌کوونکو او د ولسوالیو استازو پراخ ګډون کړی و.

د خېبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي په خپله وینا کې وویل: «نن یوازې پاکستان نه، بلکې د نړۍ په کچه له کشمیري ولس سره د یووالي غږ پورته کېږي.»

هغه د نړیوالو طاقتونو پر دوه‌مخې تګلارې نیوکه وکړه او وې ویل: "د نړۍ لوی قوتونه چې د اسراییل ملاتړ کوي، د کشمیر پر مظلومو خلکو بیا مطلق چوپ پاتې دي."

فیصل کنډي همداراز وویل چې پاکستان په سفارتي ډګر کې هند ګوښه کړی دی او دا هېواد باید له جنګي هڅو څخه ډډه وکړي.

هغه خبرداری ورکړ:"نړۍ دې موږ د جګړې پر لور نه هڅوي، ځکه موږ ته نه ښايي چې د خپلو کشمیري وروڼو له درده بې‌پروا پاتې شو."

د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سیف په خپلو څرګندونو کې وویل چې هند غواړي کشمیر په زور لاندې کړي، خو د کشمیریانو مبارزه به ادامه ولري.

نوموړي زیاته کړه: «هند په یو اړخیز ډول غواړي کشمیر لاندې کړي، خو دا تحریک به د مودي د ناوړه ارمانونو قرباني نه شي.»

سیف زیاته کړه، چې مودي باید له صحنې لیرې شي، ځکه د ده موجودیت د ظلم استازیتوب کوي.

هغه دا هم وویل چې د ملګرو ملتونو په ګډون، نړیوالو ته دا خبره روښانه شوې چې د کشمیر قضیه بې‌عدالتی ده.

کشمیر یوه لانجمنه سیمه ده، چې له ۱۹۴۷م کال راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې مهمه موضوع پاتې شوې. له وېش وروسته، دواړو هېوادونو پر دغه سیمه دعوه وکړه، چې د درې جګړو سبب هم شوې ده. دا مهال کشمیر په دوو برخو وېشل شوی، یوه برخه یې د هند تر ولکې لاندې ده چې "جمو او کشمیر" بلل کېږي او بله برخه یې د پاکستان تر ادارې لاندې ده، چې پاکستاني چارواکي ورته "ازاد کشمیر" وایي.

نور خبرونه

رادیو