اسراییلي ځواکونو په غزه کې ۷۴ فلسطینیان وژلي دي. د ډنمارک د کډوالو شورا ویلي، چې د مړو شویو فلسطینیانو ترڅنګ ۷۰ نور د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي او هغوی ته د خوړو رسول ستونزمن شوي دي.
د غزې په سوېل کې بیا درې فلسطینيان داسې مهال مړه شوي، چې د خوراکي توکو ترلاسه کولو لپاره په کتارونو کې انتظار وو.