روسیې د اوکراین پر خارکیف برید کړی، چې له امله یې یو کس وژل شوی او د دوو ماشومانو په ګډون لس نور ټپيان دي. په دغه برید کې د اورګاډي تمځای، کورونو او نورو ودانیو ته زیان اوښتی او خلک په یاده سیمه کې له برېښنا بې برخې شوي دي.
د اوکراین هوايي ځواکونو ویلي، تېره شپه روسیې پر اوکراین ۴۶ بې پېلوټه الوتکې توغولي چې ۲۹ یې د دوی لهخوا نسکورې شوې دي.