پاکستان د اوکراین په جګړه کې د خپلو وګړو د حضور ادعاوې «بې بنسټه» وبللې

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سې شنبه (د زمري ۱۴مه) پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اوکراین د ولسمشر زېلېنسکي هغه ادعا رد کړه، چې ګوندې د روسي عسکرو په لیکو کې د نورو هېوادونو په ګډون پاکستانیان هم حضور لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې اوکراین په دې اړه له دوی سره رسمي اړیکه نه ده نیولې او دوی په اوکراین کې سوله غواړي.

تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي ادعا کړې وه، چې د روسي عسکرو په لیکو کې د نورو هېوادونو په ګډون پاکستانیان هم شامل دي.

نور خبرونه

رادیو