طالبانو خبر ورکړی، چې د کابل په دېوالونو یې د برېښنا د سپمولو پیغامونو لیکلو یوه طرحه تصویب کړې ده. یوشمېر کابل مېشتو بیا افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په پلازمېنه کې برېښنا په نشت حساب ده؛ خو طالبان یې بیا پر دېوالونو د سپما پیغامونه کاږي.
دغه کابل مېشتو ویلي، دا چې برېښنا نه وي؛ نو د سپما په اړه یې د پیغامونو لیکل او خپرول بې ګټې او خندونکی کار دی.
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال دفتر نن سېشنبه (د زمري ۱۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د کابل په دېوالونو او رسنیو کې د برېښنا د سپمولو پیغامونو د خپرولو طرحه یې تصویب کړې ده.
که څه هم یاد دفتر د دغې طرحې په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي؛ خو کابل مېشتي بیا وايي، طالبان باید د داسې اضافي کارونو پرځای په کابل کې د برېښنا د کمښت ستونزو ته اساسي پاملرنه وکړي.
د کابل ښار اوسېدونکې فرشته «مستعار نوم» وايي، اوس دوی په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۴ ساعته برېښنا لري او هغه هم په داسې وخت کې راځي چې ډېره ګټه ترې نه اخېستل کېږي.
هغه وایي:« د برېښنا پرچاوي بیخي ډېره ده. د طالبانو د طرحې په اړه معلومات نه لرم؛ خو که برېښنا کمه وي او یا هم نه وي، نو خلک به له څه شي سپما وکړي؟»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی قهار «مستعار نوم» بیا وايي، طالبان دې لومړی خلکو ته برېښنا ورکړي او که وروسته چا سپما نه کوله؛ نو جریمه دې کړي.
هغه وایي:« که رښتیا ووایم یو څه موده کېږي، چې د برېښنا له نشتوالي سره عادت شوی یم، اوس چې دوی وايي په ښار کې پیغامونه لیکو او رسنیو کې یې خپروو؛ ماته خندا راشي. برېښنا نشته ؛خو دوی وايي کمه یې مصرف کړئ.»
د کابل ښاریان په داسې حال کې د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي، چې افغانستان سږکال د تودوخې له ګرمې څپې سره هم مخامخ دی.
افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایرانه واردوي او هره ورځ شاوخوا ۷۶۰ مېګاواټه وارد شوې برېښنا ترلاسه کوي.
د راپورونو پربنسټ؛ په کابل کې د برېښنا دوامداره پرچاوۍ د خلکو پر ژوند اغېز او د هغوی پر اقتصادي فعالیتونو منفي اغېز کړی او دغه فعالیتونه یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي دي.