د خبریالانو نړیوال فدراسیون (ایایفجی) وايي، طالبانو د ۲۰۲۵ کال د جولای په اوږدو کې لږ تر لږه اووه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي. په ځینو یې د "جاسوسۍ" او "اخلاقي فساد" تورونه لګول شوي، خو د ډېرو برخلیک لا هم ناڅرګند دی.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون د سې شنبې په ورخ (د زمري ۱۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان خبریالانو له خپلواکې اتحادیې سره په همغږۍ وايي، طالبانو په جولای میاشت کې د بیان د ازادۍ پر وړاندې خپل فشارونه زیات کړي دي.
د "توانا" خبري اژانس مشر ابوذر د جولای پر ۲۴مه نیول شوی او طالبانو پرې تور پورې کړی، چې د ښځو د کار موندنې د ملاتړ لپاره یې له بهرنیو ادارو مالي مرسته ترلاسه کړې ده. له هغه سره دوه نور کارکوونکي بشیر هاتف او شکیب احمد نظري هم ورسره نیول شوي، خو د درې واړو برخلیک تر اوسه ناڅرګند دی.
همدا راز، د "پکسل میډیا" دوه کارکوونکي احمد نوید اصغري او مشتاق احمد حلیمي د جولای پر ۱۵مه نیول شوي وو، چې د دوو اوونیو بند وروسته، د جولای پر ۳۰مه بیرته خوشې شول. په دوی تور و چې د بهرنیو رسنیو لپاره یې یوه ټلویزیوني لړۍ ژباړلې ده.
همداراز دغه فدراسیون ویلي چې د جولای پر ۲۱مه او پر ۶مه، سیمهییز خبریالان چې نومونه یې نه دې ذکر شوي د طالبانو له خوښې خلاف راپور خپرولو او بهرنیو رسنیو سره د همکاري په تور ونیول شول، چې د طالبانو د رسنیو د کړنلارو د منلو تر ژمنې وروسته، بیرته خوشې شول.
د خبریالانو نړۍوال فډارسیون په خبرپاڼه کې راغلي چې یو شمېر خبریالان چې پخوا نیول شوي وو د طالبانو له بنده ازاد شوي دي.
یاد فدراسیون وايي، دغه ډول نیونې، رسنیزې تګلارې او پر خپلواکو رسنیو فشارونه، د افغانستان د رسنیو فضا ورځ تر بلې تنګوي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون ټینګار کوي، چې ټول خبریالان دې بې له قید او شرطه خوشې کړل شي او طالبان باید د رسنیو پر وړاندې له فشار څخه لاس واخلي.