د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مېدوېدېف وايي، مسکو به نور د لنډ او منځني واټن ویشتونکو اټومي توغندیو د استقرار موقتي تعلیق ته ژمن نه وي او له ناټو سره د رامنځته شوي وضعیت له امله به نوي اقدامات تر سره کړي.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې مسکو له دې وروسته د یاد تړون عملي کول مهم نه ګڼي او دا پرېکړه د امریکا او ناټو د "ناامنۍ پارونکو ګامونو" پر وړاندې ځواب بولي.
مېدوېدېف چې په وروستیو کې یې له امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تندې لفظي شخړې کړي، د خپلو خبرو یوه برخه په انګلیسي ژبه د "اېکس" شبکې له لارې خپره کړه.
هغه لیکلي: «د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه چې له تړونه د وتلو اعلان کوي، د ناټو د ضد روسي سیاستونو نتیجه ده... دا یو نوی واقیعت دی چې باید ټول مخالفین یې جدي ونیسي. نور اقدامات هم را روان دي.»
مېدوېدېف د زیاتو جزییاتو له ورکولو ډډه کړې، خو شنونکي باور لري چې دا اعلان کولی شي یو ځل بیا اروپا ته د اټومي سیالۍ ګواښ راوړي، په ځانګړي ډول که روسیه دا ډول وسلې له نوې سره په اروپایي پولو کې ځای پر ځای کړي.
د INF (Intermediate-Range Nuclear Forces) تړون په ۱۹۸۷کال کې د پخواني شوروي مشر میخاییل ګورباچوف او د امریکا ولسمشر رونالډ رېګن ترمنځ لاسلیک شو، چې موخه یې د ۵۰۰ تر ۵۵۰۰ کیلومتره واټن لرونکو توغندیو بشپړه له منځه وړل و. خو امریکا په ۲۰۱۹کال کې له دغه تړونه ووتله او دلیلیې دا وباله، چې روسیې له دې تړونه سرغړونه کړې. روسیې هم پر همغه اساس اعلان وکړ، چې تر هغو به دا ډول وسلې نه ځای پر ځای کوي، چې واشنګټن ورته اقدام ونه کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې ویلي و، چې هېواد یې نور نشي کولای د ناټو او امریکا د "بې ثباته کوونکو اقداماتو" پر وړاندې چوپ پاتې شي. دا د هغه خبرداری و، چې اوس په عمل بدل شوی.
روسي وزارت ویلي: «اوس حالات داسې روان دي، چې امریکا د لنډ او منځني واټن لرونکي ځمکني توغندي په اروپا او اسیا-اقیانوس سیمه کې ځای پر ځای کوي، نو د روسیې له خوا دا ډول وسلو د استقرار تعلیق نور مشروع نه دی.»
د دې موضوع ترڅنګ، د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مېدوېدېف د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد سختې څرګندونې کړي. هغه ویلي: «ټرمپ باید پوه شي، چې روسیه نه اسراییل ده، نه ایران... هر نوی اولتیماتوم یو ګواښ او د جګړې لور ته ګام دی، نه یوازې له اوکراین سره، بلکې ستاسې له خپل هېواد سره».
په غبرګون کې، ټرمپ د خپلې ټولنیزې شبکې "ټروټ سوشال" له لارې ویلي، چې د مېدوېدېف د "تحریک کوونکو خبرو" په ځواب کې یې دوه امریکايي اټومي اوبتلونه د "مناسبو سیمو" پر لور استولي دي.
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پسکوف د ټرمپ دا اعلان کم اهمیت بللی او ویلي یې دي، چې دا یوه روانه نظامي چاره ده او اړتیا نه ویني چې دا ډول "هیجاني عکسالعملونه" پراخ شي.