دوو عراقي پانګوالو د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ته د برېښنا د تولید لپاره یوه داسې نوې دستګاه معرفي کړه، چې په دې وروستیو کې د هغوی له لورې اختراع شوې او د برېښنا د تولید لپاره سرچینو ته اړتیا نه لري.
د دغو عراقیانو په وینا، دغه دستګاه د تېلو، ګاز، اوبو او نورو سرچینو له اړتیا پرته برېښنا تولیدوي او دوی غواړي، چې په افغانستان کې له دغې نوې دستګاه څخه په استفادې د انرژۍ پروژو په تولید کې پانګونې وکړي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دې کتنه کې له دغه نوښت او په افغانستان کې د انرژۍ پراختیا لپاره د یادو عراقیانو د لېوالتیا هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ، چې دغه وزارت د دې پانګونې لپاره د همکارۍ او اړینو زمینو د برابرولو لپاره تیار دی.
د طالبانو د برېښنا شرکت اجراییه رييس تېره اوونۍ د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې وویل، د افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا د منځنۍ اسیا له هېوادونو او ایرانه راواردوي او اوسمهال د هېواد ۴۰ سلنه نفوس برېښنا ته لاسرسی لري، خو هغه هېوادوال چې برېښنا لري د برېښنا له دوامداره پرچاویو شکایت لري.