د پاکستاني طالبانو تحریک «ټيټيپي» او د قومي مشرانو ترمنځ د خېبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په لوی ماموند سیمه کې د یکشنبې په ورځ د خبرو اترو درېیم پړاو ترسره شوی دی. په دغه ناسته کې دواړو غاړو روان کړکېچ ته د حل لارې موندلو په موخه په لنډمهاله اوربند هوکړه کړې.
د باجوړ د سولې ۵۰ کسیزې جرګې مشر سید صاحبزاده هارون رشید له رسنیو سره د دغو خبرو اترو جزییات نه دي شریک کړي؛ خو ډان ورځپانې د همدې جرګې د دوو غړو په حواله لیکلي، چې د شنبې په روځ دویمه ناسته کې طالبانو له ملکي سیمو د وتلو مشروطه پرېکړه کړې وه.
سرچینو زیاته کړې، دا ناسته د شنبې په شپه د لوړو پوړو امنیتي چارواکو او د سولې جرګې د غړو ترمنځ له لیدنې وروسته وشوه. د جرګې یوه غوښتنه دا وه، چې طالبان دې افغانستان ته لاړ شي او که جګړه غواړي؛ نو له ملکي سیمو دې په شا شي او غرونو ته دې وخېژي.
د شنبې د ورځې د خبرو له پایلو د حکومتي چارواکو د رضایت له څرګندېدو وروسته پرېکړه وشوه، چې یوې بلې ناستې ته هم زمینه برابره شي؛ څو دغه کړکېچ د سولې له لارې پای ته ورسېږي.
صاحبزاده هارون رشید په یوه فیسبوکي لیکنه کې منلې وه، چې د خبرو درېیم پړاو د یکشنبې په ورځ ترسره کېږي او تر تېر ماسختن ناوخته دا پړاو روان و. ویل کېږي، په دغه ناسته کې پر لنډمهاله اوربند د جرګې او ټيټيپي د مرکچي پلاوي له لوري هوکړه شوې ده.
بل بل لوري د سالارزو په تنګۍ سیمه کې ځینو اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ د پاکستان له امنیتي ادارو غوښتي، چې په سیمه کې خپلې پوستې باید پرېنږدي او که داسې وشي؛ نو هلته ګواښونه له ډېرېدلای شي. د توت شاه چوک په سیمه کې ځايي قومي مخورو ویلي، چې امنیتي ادارې غواړي دغلته یوه څو کاله پخوانۍ جوړه شوې امنیتي پوسته د ګواښونو له امله پرېږدي.
د جمعیت علمای اسلام (فضل) لهخوا د سولې د هڅو دوام
همداراز د یکشنبې په ورځ د جمعیت علمای اسلام فضل ډلې سیمهییزو مشرانو ژمنه وکړه، چې د اسلامي نظام، سولې او اقتصادي ودې لپاره به خپلو سولهییزو هڅو ته دوام ورکړي.
دغه څرګندونې د «سرو وانو» په سیمه کې د «جامعه رشیدیه» په مدرسه کې د ۲۰۲۳ کال (د جولای په ۳۰مه نېټه) د خونړۍ چاودنې د دویم تلین په مناسبت ترسره شوې غونډه کې وشوې. یاد برید د خار ښار ته نږدې د یاد ګوند په یوه غونډه کې شوی و، چې ۶۴ کسان په کې وژل شوي وو او ۱۲۲ نور ټپیان وو.
د یادې غونډې په پرېکړه لیک کې راغلي: «سره له دې چې تېر کال خونړی برید وشو؛ خو زموږ ګوند لا هم پر خپل دریځ ولاړ دی».
ویناوالو د لوي ماموند په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ او پوځي عملیاتو په اړه اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ، چې د ترهګرۍ ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي.
هغوی له سیاسي مشرانو، ټولنیزو او دیني فعالانو او عام ولس وغوښتل، چې د سولې او ټیکاو لپاره دې خپل رول ولوبوي.
اسلاماباد نیوکه لري، چې باجوړ کې د «ټيټيپي» په لیکو کې افغان طالبان هم جنګېږي او همدا راز د یادې ډلې غړي د ډیورنډ کړښې هغې غاړې کې خوندي پناه ځایونه لري. پاکستان په وار، وار پر کابل له واکمنو طالبانو غوښتي، چې د «ټيټيپي» له ملاتړه لاس واخلي او پر ضد دې یې جدي اقدامات وکړي. طالبانو که څه هم له اسلاماباد سره په ناستو کې د افغانستان دننه د پاکستاني طالبانو شته والی منلی؛ خو په عامه توګه د اسلاماباد دغه ادعاوې ردوي، چې ګوندې «ټيټيپي» دې د دوی تر واک لاندې پناه ځایونه ولري.