له ۶۰۰ څخه ډېرو پخوانیو اسراییلي چارواکو چې پکې د استخباراتي ادارو مشران، لوړپوړي امنیتي چارواکي او ان یو پخوانی لومړی وزیر شامل دي، په یوه سرخلاصه لیک کې د غزې جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
دوی د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې د اسراییل پر حکومت په ځانګړي ډول د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر کابینې فشار راوړي، څو دا اوږده او ژونکې جګړه پای ته ورسوي.
دا سرخلاص لیک د دوشنبې په ورځ خپور شوی دی. لیکوالانو پکې ټینګار کړی، چې اوسمهال حماس نور د اسراییل لپاره «ستراتېژيک ګواښ» نه ګڼل کېږي.
امی ایالون چې پخوا د اسراییل د کورني امنیت ادارې (شین بېټ) مشر و، په دې لیک کې لیکلي: «د جګړې پیل یو عادلانه او دفاعي اقدام و، خو اوس چې موږ خپلو پوځي موخو ته رسېدلي یو، دا جګړه نور مشروع نه ده.»
لیکوالانو وړاندیز کړی، چې د اوربند تر ټینګښت وروسته باید د فلسطین د یوې بیا جوړې شوې ادارې لپاره سیمهییز ملاتړ رامنځته شي. دوی باور لري، چې د یوه نوي اداره کوونکي جوړښت له لارې د حماس پر ځای د غزې اداره وشي او دا اداره باید د نړۍوالو او سیمهییزو متحدینو تر ملاتړ لاندې وي.
د یادونې وړ ده، چې اسراییل د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په اوومه د غزې پر ضد پراخ نظامي عملیات پیل کړل.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د دغو عملیاتو له پیله تر اوسه له ۶۰زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او نږدې ۱۴۹زره نور ټپیان شوي دي. دا جګړه د سیمې او نړۍ په کچه پراخ بشري، سیاسي او اقتصادي غبرګونونه راپارولي دي.
دا سرخلاص لیک په داسې حال کې خپرېږي، چې د نتنیاهو حکومت لا هم د جګړې په دوام ټینګار کوي او د حماس بشپړه لهمنځه وړل خپله اساسي موخه ګڼي. خو مخالفان وايي، دا جګړه نوره نه یوازې دا چې د اسراییل امنیت ته ګټه نشي رسولای، بلکې انزوا او کورنی بحران یې هم زیات کړی دی.