د اسارت او لوږې روایت: د حماس او اسراییل تر منځ د قرباني د انځور پر سر تبلیغاتي جګړه

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۳

تر هغه وروسته چې بنیامین نتنیاهو اسراییلي یرغمل شویو کسانو ته د خوړو او درملو د رسولو په برخه کې د سره صلیب له نړۍوالې کمېټې د همکارۍ غوښتنه وکړه، حماس اعلان وکړ چې سره صلیب ته د یرغملو لاسرسی هغه وخت شونی دی، چې د مرستو لارې د غزې د خلکو پر مخ خلاصې شي.

دغه ډلې ویلي، چې یرغمل شوي کسان د غزې د خلکو په څېر وضعیت کې دي او هېڅ ځانګړی امتیاز به ونه لري.
د حماس پوځي څانګې د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۲مه) په یوې اعلامیه کې ویلي: «موږ چمتو یو چې د سره صلیب هرې غوښتنې ته، چې د دوښمن اسیرانو ته د خوړو او درملو د لېږد په اړه وي مثبت ځواب ورکړو، خو زموږ منل هغه وخت امکان لري چې د بشري مرستو د تېرېدو لارې په ټوله غزه کې پرانېستل شي.»
د دوو اسراییلي یرغمل شویو کسانو د ویډیوګانو تر خپرېدو وروسته چې د هغوی پر بدن د سختې خوارځواکۍ نښې څرګندې دي، یو ځل بیا د اسراییل او حماس ترمنځ تاوتریخوالی لوړې کچې ته رسولی او د اسراییل سیاسي او رسنیزه صحنه یې تر اغېز لاندې راوستې ده.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په غوسه‌ناک غبرګون کې حماس او اسلامي جهاد ډلې د غزې د قحطۍ په اړه په «دروغجنو تبلیغاتو» تورنې کړې او ادعا یې کړې، چې دغه انځورونه د اسراییل د بدنامولو لپاره د یوې رسنیزې کمپاین برخه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس په تېرو دوو ورځو کې د دویم ځل لپاره د سراییلي برمته شوي اویاتار ډاوېډ ویډیو خپره کړه. د دې ویډیو خپرېدو په اسراییل کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په دې ویډیو کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې، ډاوېډ پکې ډېر کمزوری ښکاري او د ځمکې لاندې تونل کې لیدل کېږي چې یوه ژوره کنده کېندي. د ده په وینا، دا کنده د هغه د قبر لپاره ده.
د هغه ورور ایلای ډاوېډ په تل‌ابیب کې د برمته شویو کسانو د ملاتړ په یوه غونډه کې وویل: «هغوی د مطلق مرګ په درشل کې دي.»
له دې وړاندې، حماس او د فلسطین اسلامي جهاد یوه ویډیو خپره کړې وه، چې پکې یرغمل شوی روم براسلاوسکي لیدل کېده او هغه هم خورا کمزوری ښکارېده.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې نېټې برید چې د حماس له خوا پر اسراییل ترسره شو، د دغه هېواد له ۱۹۴۸م کال راهیسې یو له تر ټولو خونړیو او بې‌سابقه بریدونو څخه و.
د دغه برید پر مهال له ۱۲۰۰ څخه زیات کسان چې ډېری یې ملکي کسان وو، ووژل شول او ۲۵۱ نور برمته او غزې ته ولېږدول شول.
له هغه وخت راهیسې، یو شمېر برمته شوي کسان لا هم په غزه کې ساتل کېږي، خو اټکل کېږي چې ځینو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
د برمته شویو کسانو کورنۍ له اسراییلي حکومت او د نړۍ له مشرانو په ځانګړي ډول د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غواړي، چې د برمته شویو کسانو د ازادۍ لپاره هر اړین اقدام ترسره کړي.

نور خبرونه

رادیو