اوکراین د روسیې د اېس ۳۰۰ دفاعي سیسټم د ویجاړولو ادعا کړې

۱۶ ساعتونه مخکې

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو عمومي قوماندانۍ وايي، اوکرايني ځواکونو د زاپورېژیا ولایت په هغو سیمو کې چې دا مهال د روسیې تر ولکې لاندې دي، د روسیې S-۳۰۰ ډوله هوايي دفاعي سیستم ویجاړ کړی دی.

ایس ۳۰۰ یو اوږد واټنه توغندیز سیستم دی چې د الوتکو، کروز او بالسټیک توغندیو د شنډولو لپاره کارول کېږي. دا سیستم د پخواني شوروي اتحاد له خوا جوړ شوی او لا هم د روسیې د هوايي دفاع اصلي برخه ګڼل کېږي.

روسي ځواکونه دا سیستم نه یوازې دفاع، بلکې د اوکراين تر کنټرول لاندې سیمو د بمبار او د اوکرايني پوځ د لومړۍ کرښې پر پوستو د بریدونو لپاره هم کاروي.

د اوکراین د عمومي قوماندانۍ په وینا، د دې توغندیز سیستم له منځه وړل د روسیې پر اوږده واټنه بریدونو یو مهم ګوزار دی.

د قوماندانۍ په اعلامیه کې راغلي: "اوکرايني ځواکونه په دوامداره توګه د روسیې د پوځي وړتیاوو مهمې برخې له منځه وړي، څو د دښمن د برید، د اشغال شوې خاورې د ساتنې، او اشغال د دوام توان کم کړي."

د اوکرایني پوځ ددغې ادعا په تړاو تر اوسه د روسیې چارواکو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو