اسراييل به روانه اونۍ د امنیتي ادارو غونډه راوبولي، چې له حماس سره د خبرو تر ناکامېدو وروسته د راتلونکي ګام اخيستو په اړه پرېکړه وکړي. یوه لوړپوړي اسراییلي چارواکي بیا ویلي، چې ښایي په غزه کې تاوتریخوالی لا پراخ شي.
له بل پلوه د اسرايیل د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی غواړي جګړه پای ته ورسېږي؛ خو دا د مناسبو شرایطو برابرېدو پورې تړاو لري.
هاخوا بیا قطر او مصر د فرانسې او سعودي عربستان هغه طرحه منلې. په یاده طرحه کې له حماس غوښتل شوي، چې وسله پر ځمکه کېږدي؛ خو حماس دغه وړاندیز رد کړی دی.