د برازیل سترې محکمې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر د کودتاه په تور ونیوو

۲۰ ساعتونه مخکې

د برازیل سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد پخوانی ولسمشر ژایر بولسونارو د کودتاه په تور ونیوو. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه کار سياسي غچ بللی او خبرداری یې ورکړی، چې پر برازیل به ۵۰ سلنه تعرفې لوړې کړي.

د برازیل مشر قاضي اليګزانډر دي مورایس تېره اونۍ د بولسونارو د نیولو امر وکړ؛ ځکه هغه د محکمې له‌خوا له لګېدلو بندیزونو سرغړونه کړې وه او پر هغه دا شک هم و، چې د کودتاه پلان یې لاره.

د بولسونارو مدافع وکیلان دا کار ناعادلانه بولي. بولسونارو د محکمې له بندیزونو سره، سره د خپلو پلویانو لاریونونو ته په نامستقیم ډول وینا کړې وه.

نور خبرونه

رادیو