د طالبانو د عامې روغتیا وزارت: مېندې باید وهڅول شي چې خپلو ماشومانو ته پوره شیدې ورکړي

۴۹ دقيقې مخکې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له لوري د مور په شیدو د تغذيې د نړۍوالې اوونۍ په مناسبت د عامه پوهاوي په غونډه کې د دغه وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي رييس له همکارو ادارو د زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې مېندې باید وهڅول شي، څو خپلو ماشومانو ته پوره شیدې ورکړي.

په دې غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ (د زمري۱۳مه) په کابل کې د روغتیا د نړۍوال سازمان، یونېسف او د خوړو د نړۍوال پروګرام د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني د مور شیدې د ماشوم لپاره لومړنۍ غذا، واکسین او درمل وبلل او ماشومانو ته یې د مور د شېدو پر ورکړې هم ټينګار وکړ.

د دغه وزات د عامه تغذیې رييس حکمت الله معصومي بیا وویل، د مور شیدې نه یوازې بشپړه، ارزانه او خوندي غذا ده، بلکې د بېلابېلو ناروغیو په مخنیوي کې هم ځانګړی رول لري.

په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د خلکو د اقتصادي وضعیت په رکود کېدو سره کورنۍ نشي کولی، امیندواره مېندې په سمه توګه تغذیه کړي نو ماشومان یې کمزوري وي او مېندې د سمې تغذیې د نشتوالي له امله نشي کولی خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق «یونېسف» څه موده مخکې په همدې مناسبت خپور شوي راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې له دوه پر درېیمې برخې ماشومانو ته یوازې په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور شیدې ورکول کېږي.

د دوی په خبره، په افغانستان کې له ۶۰٪ لږ ماشومان یوازې په لومړیو ۶ میاشتو کې د مور شیدې خوري.

دغې ادارې زیاته کړې، چې د مور شیدې ماشوم له شپږو میاشتو وروسته نه مړوي او نور خوراکي مواد لکه مېوه، ترکاري او حبوبات باید د ماشوم د ورځني خوړو په پلان کې شامل شي.

نور خبرونه

رادیو