د امریکا د دوو اتومي اوبتلونو د ځای پرځای کېدو په تړاو د ټرمپ له اعلان وروسته روسیې خبرداری ورکړی، چې د اټومي وسلو په تړاو باید خلک «ډېر، ډېر محتاط» واوسي.
ټرمپ ویلي، چې د روسیې د جګپوړي چارواکي مدویدیف له څرګندونو وروسته یې د دوو اتومي اوبډوبونو د ځای پر ځای کولو امر ور کړی.
کرملین په خپل لومړني رسمي غبرګون کې د ټرمپ د څرګندونو اهمیت کم وګاڼه او ویې ویل، دوی نه غواړي له ټرمپ سره په دې اړه علني بحث ته داخل شي.
د کرملین ویاند ديميتري پېسکوف خبریالانو ته وویل، « روښانه ده چې امریکايي اوبتلونه لا له وړاندې په جګړه ییز حالت کې ځای پر ځای دي. موږ نه غواړو په دې موضوع کې ښکېل شو او نه هم تبصره پرې کوو. خو باور لرو چې باید د اټومي وسلو د بحث په تړاو ډېر، ډېر احتیاط وشي».
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ټرمپ روسیې ته تر جمعې پورې ضربالاجل ورکړی، چې که د اوکراین جګړه پای ته نه رسوي، نو پر مسکو او د هغې د تېلو پر پېرونکو لکه هند او چین، به نوي بندیزونه ولګوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اونۍ ویلي و، چې د سولې خبرو کې «مثبت پرمختګ» شوی، خو دا یې هم ویلي، چې په جګړه کې برلاسي دي. دا څرګندونې ښيي چې پوتین له خپلو دریځونو نه دی پرشا شوی.
ټرمپ ویلي، ممکن خپل استازی سټیو ویتکاف د چارشنبې یا پنجشنبې په ورځ روسیې ته واستوي.
ویتکاف مخکې هم له پوتین سره اوږدې خبرې کړې دي، خو نه دی توانېدلی، چې هغه د اوربند منلو ته راضي کړي.