افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې خلک یې له لوږې کړېږي

۱ ساعت مخکې

د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وایي، افغانستان د هغو هېوادنو په کتار کې دی چې د لوږې له جدي ناورین سره مخامخ دی. د دغه بنسټ په خبره، په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو یو یې په دې نه پوهېږي چې خواړه به له کوم درکه پیدا کوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان دفتر زباته کړې چې دغه وضعیت د اوږدو جګړو، اقتصادي کړکېچ، فقر، بې‌وزلۍ، وچکالۍ او ناببره طبیعي افتونو له کبله رامنځته شوی دی.

د یاد پروګرام د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې درې نیم مېلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له خوار ځواکۍ سره مخامخ دي چې دا د تېرکال پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي.

ورته مهال، ډبیلو اف پي ویلي چې څه باندې یو مېلیون طي خواره ماشومان او مېندۍ له خوارځواکۍ کړېږي چې باید له ځنډ پرته یې لاسنیوی وشي.

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې په افغانستان د بېلابېلو کړکیچونو ډېری زیان افغان کمکیو ماشومانو او ښځو ته رسېږي، نو له همدې کبله له دوی سره مرستې یې په لومړیتوب کې دي.

نور خبرونه

رادیو