په ننګرهار کې د طالبانو ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی چې منځنۍ اسیا ته د د اړیکو پراختیا او کلتوري تبادلو په موخه د تلونکو ګرځندویانو یوه ډله د تورخم له لارې افغانستان ته رسېدلې ده. په دې ۱۶ کسیزه ډله کې د بېلابېلو هېوادونو ګرځندویان شامل دي.
طـالبان وایي، د دغو ګرځندویانو د سفر یوه موخه افغانستان هم دی، څو هلته د کلتوري تبادلو او امن افغانستان انځور نندارې ته وړاندې کړي. ویل کېږي تر افغانستان وروسته دا ډله تاجکستان ته سفرونه کوي او ټولټال به ۲۳ ورځې په بېلابېلو هېوادونو کې تېرې کړي.
طالبانو همداراز ویلي چې د دوی په واکمنېدو سره د افغانستان تاریخي، طبیعي ښکلا لرونکو او فرهنګي سیمو ته د بهرنیو ګرځندویانو سفرونه ډېر شوي دي. پر افغانستان دا واکمنه ډله داسې مهال دا ادعا کوي چې نیوکې کېږي دوی خپله بهرنیو یوټیوبرانو، ګرځندویانو او د خواله رسنیو فعالانو ته بلنې ورکوي، څو د افغانستان د ډاډمن امنیت په تړاو دغه هېواد ته سفر وکړي او خلکو ته مالومات وړاندې کړي.
سره له دې چې طالبانو د امنیت ټینګښت دعوې کوي، خو بیا هم بهرنیو سېلانیانو ته امنیتي پروټوکولونه ورکوي او د احتمالي امنیتي اندېښنو له کبله یې ان ځینو ته د ګرځېدو لپاره ساتونکي هم ورکړي دي. څه موده مخکې د افغانستان انټرنشنل موندنو په ډاګه کړې وه چې طالبانو هغو چینایي سېلانیانو ته چې امنیتي وضعیت یې د ډاډ وړ بللو هم ساتونکي ورکړي وو.
د تبلیغاتي کارپوهانو په وینا، طالبان د خواله رسنیو لرونکو سېلانیانو څخه خپلې ډلې ته د مثبتې پروپاګنډې د یوې الې په توګه کار اخلي او د امنیت دروغجنې دعوې پرې تبلیغوي. نږدې دوه کاله وړاندې په بامیانو کې هسپانوي سېلانیان د ناڅرګندو وسلهوالو له لوري ووژل شول او هغې راورسته د بهرنیو سېلانیانو په شمېر کې کموالی هم راغلی دی.
د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان اوس مهال باثباته او د ښه امنیت لرونکی هېواد نهدی او وګړي یې باید له ورتګ څخه ډډه وکړي.