د پخواني افغان چارواکي خبرداری؛ امریکا کې کشف شوی بم د طالبانو له هغې سره ورته‌والی لري

۵۸ دقيقې مخکې

د افغانستان مخکېني جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پخواني رییس د امریکا په کلفرونیا ایالت کې تازه نیول شوی بم د طالبانو له هغې سره ورته بللی دی. د هغه په وینا، د طالبانو غړي د دغه ډول بمونو جوړېدو کې مهارت لري.

بسم الله تابان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا ماین د امریکا د امنیتي ځواکونو له‌خوا کشف او شنډ شوی دی. نوموړي چې له طالبانو سره د مبارزې او بم‌شنډونې په برخه کې څو کلنه تجربه لري، ټینګار کړی چې د بم جوړښت، بسته‌بندي او په‌کې کارول شوي توکي کټ مټ د طالبانو هغو سره ورته دي.

نوموړي پخواني افغان چارواکي زیاته کړې: «طالبانو به دا ډول بمونه په ښاري ترهګریزو بریدونو کې کارول، چې هدف یې د انسانانو ګڼه‌ګوڼه وه. دا بمونه اکثراً د پرله‌پسې بریدونو لپاره جوړېدل چې دوه یا درې چاودنې به په یوه ځای کې، د لنډ وخت په واټن کې ترسره کېدې».

هغه همداراز یو شمېر مشخصې پېښې یادې کړي چې پکې له ورته بمونو څخه کار اخیستل شوی و. نوموړي ویلي د کابل په لوېدیځه برخه کې پر سیدالشهدا ښوونځي برید، د دهمزنګ په څلور لارې کې د روښنايې غورځنګ پر عدالت غوښتونکو برید او د افغان فعال سالم ایزدیار د جنازې پر مراسمو کې کارول شوي بمي توکي امریکا کې د نیول شوي بم سره ورته ښدول شوي دي.

تابان یوه پوښتنه او امنیتي اندېښنه هم مطرح کړې ده،‌ هغه لیکلي: «د طالبانو بم‌جوړونکي انجنیران چې کله کله د داعش خراسان تر نوم لاندې هم یادېږي،څنګه توانېدلي چې ځان امریکا ته ورسوي؟»

نوموړي خبرداری ورکړی چې نړۍواله ټولنه باید د افراطیت او ترهګرۍ د زیاتېدونکي ګواښ پر وړاندې چوپه پاتې نه شي، ځکه دا چاره د تېرو تېروتنو تکرار دی.

د امریکایي فاکس نیوز د راپور له‌مخې، د اګسټ په لومړۍ نېټه د کلفرونیا ایالت د سمندر پر غاړه د یو کور په ګودام کې ګډو امنیتي‌ ادارو دغه چاودېدونکي توکي موندلي او یو شمېر وګړي هم په دغه پېښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

دغه رسنۍ زیاته کړې چې په دې تړاو یې نیول شوي کس څخه په څېړنو کې په ډاګه شوی چې د داعش-خراسان وسله‌والې ډلې غړی دی او ورسره اړیکې هم لري.

نور خبرونه

رادیو