د ازادۍ جبهې ادعا: د کابل په دارالامان کې مو دوه طالبان وژلي او دوه نور ژوبل کړي

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان د ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفه وسله‌واله جبهه ادعا کوي چې د کابل شپږمې حوزې اړوند په دارالامان سیمه کې یې د یادې ډلې د استخباراتو‌ په یوه پوسته کې دوه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. د نوموړې جبهې په وینا، دا برید د تېرې شنبې پر ماښام شوی دی.

لا تر اوسه بیا طالبانو د یادې جبهې د دغه ادعا په تړاو هېڅ نه دي ویلي. په روانه اوونۍ کې دا څوم ځل دی چې دا وسله‌والو ډله کابل کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو راپورونه ورکوي.

د ازادۍ جبهې په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو ډېری محتسبان هم‌مهاله د استخباراتي کارکوونکو او جاسوسانو په توګه دندې مخ ته وړي. په خبرباڼه کې زیاته شوې: «دوی په ګډه د ښځو ځورولو، نیولو او شکنجه کولو ته ملا تړلې ده.»

نور خبرونه

رادیو