یونیسف وايي په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړې لپاره ټولنیز «ولسي» ټولګي مهم رول لري

۱ ساعت مخکې

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف وايي، د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې هغه روزنیز ټولګي چې په خپله د خلکو له‌خوا جوړ شوي، په زده‌کړو کې مهمه ونډه لري او دوی یې ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د دغه صندوق د استازي مرستیالې انډریا تازه په اېکس‌پاڼه کې لیکي، په بامیان ولایت کې یې له هغو روزنیزو ټولیګو لیدنه کړې چې د تدریس چارې یې د ښځینه ښوونکو له لوري پرمخ وړل کېږي.

نوموړې زیاته کړې، دا ډول ټولنیز او ولسي روزنیز ټولګي چې د نجونو په زده‌کړو کې حیاتي رول لري، هغه مهال اغیزمن تمامېدای شي چې ښځینه ښوونکې موجودې وي. اغلې انډریا همداراز ویلي ویاړي چې له نړۍوالو شریکانو سره په ګډه د دا ډول ښځینه ښوونکو ملاتړ ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي چې له کبله په کور دننه او بهر له دوامدره نیوکو سره مخ دي او د ملامتۍ ګوته هم نیول ورته نیول کېږي چې نجونې یې د زده‌کړې له بنسټیزو حقونو راګرځولې دي.

نور خبرونه

رادیو