په کونړ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو له دغه ولایت څخه د تحریک طالبان پاکستان د یو شمېر غړو کورنۍ غزني او زابل ولایتونو ته انتقال کړې دي.

د سرچینو په وینا، دغه کورنۍ له خاص کونړ، مروره، ماڼوګۍ، سرکاڼو او دانګام ولسوالیو څخه انتقال شوې دي.

په کونړ کې سرچینو نن یکشنبه، د زمري ۱۱مه، وویل چې له یوې میاشتې راهیسې د کونړ له بېلابېلو ولسوالیو څخه د تحریک طالبان پاکستان د غړو اړوند کورنیو د انتقال بهیر پیل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ د طالبانو د یوې ځانګړې کمېتې له خوا له ټي ټي پي سره په همغږۍ په ځانګړو پوځي موټرو کې لېږدول شوې دي.

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ ځینو اوسېدوونکو د ټي ټي پي د غړو د کورنیو انتقال تایید کړ او ویې ویل چې زیاتره کورنۍ د خیبر پښتونخوا د باجوړ او مومندو ولسوالیو اړوند دي.

د کونړ یوه ځايي قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل:« یوازې د خاص کونړ ولسوالۍ د ولۍ او شالۍ په درو کې د ټي ټي پي شاوخوا ۲۵ کورنۍ اوسېدلې، چې دا ټولې یې انتقال کړې دي.»

د سرچینو په وینا، تر دې دمه د تحریک طالبان پاکستان د دوو مسوولانو کورنۍ لاهم په خاص کونړ ولسوالۍ کې پاتې دي.

سرچینو زیاته کړه، «د ټي ټي پي د ځايي مالي مسوول ملا حیدر او د استخباراتو غړي قاري کامران کورنۍ تر اوسه پورې په خاص کونړ کې دي او تر اوسه نه دي انتقال شوې.»

د ځايي اوسېدونکو په وینا، د ټي ټي پي ځايي مسوولینو له خلکو مرستې او عشر هم ټولول، خو ځايي خلکو په خپله خوښه مرستې ورکولې.

د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ د شونګړۍ درې ځینې اوسېدونکي هم تاییدوي چې له دې درې څخه هم د ټي ټي پي ځینې کورنۍ لېږدول شوې دي.

ددې سیمې یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د جمهوریت پرمهال لږ پټ ګرځېدل خو اوس له وسلو او موټرو سره په سیمه کې ګرځېدل.»

د سرچینو په وینا، د ټي ټي پي یو شمېر کورنۍ چې له خوست او پکتیکا څخه غزني ته انتقال شوې وې، ځینې کسان یې بېرته خوست او پکتیکا ته ستانه شوي دي او نیوکه کوي چې هلته یې د ژوند امکانات ښه نه دي.

له دې وړاندې تېر کال د سلواغې په میاشت کې افغانستان انټرنشنل له خپلو سرچینو خبر ورکړ، چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان اړوند لسګونه کورنۍ په پټه د خوست له ګلان کمپ، شاوخوا کلیو، اسماعیل خېلو ولسوالۍ او د پکتیکا له سرحدي سیمو نه د غزني د کډوالو کمپونو ته انتقال کړې دي.

د طالبانو حکومت ددغو کډوالو د کورنۍ هر غړي ته ۴۰ ډالره میاشتنۍ معاش منلی و.

دا انتقال له ټي ټي پي سره د طالبانو حکومت د یوې هوکړې له مخې ترسره شوی، چې اړوندې کورنۍ او د هغوی غړي به نه بایومټریک کیږي، انځورونه به یې نه اخستل کیږي او هرې کورنۍ ته به میاشتنی معاش او د انتقال او کور د وسایلو لګښتونه ور کول کیږي.

د وزیرستاني بې ځایه شویو کورنیو په انتقال کې یوې ښکیلې سرچینې هغه مهال افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې « کورنۍ په دې شرط انتقال ته رضامندې شوې، چې د هغوی محرمیت وساتل شي او مالي مرسته ورکړل شي».

د ټي ټي پي جنګیالیو ته په لوګر، میدان وردګو، کندز، او بغلان کې هم د استوګنې وړاندیز شوی و، ځکه په دغو ولایتونو کې د مسید او وزیر قبیلو اړوند خلک اوسېږي، خو هغوی انکار کړی و، ځکه څومره چې دوی له ډیورنډ کرښې نه لرې کیږي، هغومره د جګړې امکانات او اکمالات ورته ستونزمن کیږي.

په غزني کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې « قره باغ ته یوازې د عادي جنګیالیو کورنۍ لېږدول شوې، د قوماندانانو کورنۍ یې په کابل او لویو ښارونو کې اوسيږي».

د طالبانو حکومت او د پاکستاني طالبانو غورځنګ غزني او زابل ته له کونړ نه د جنګیالیو د کورنیو د انتقال په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د طالبانو تحریک د غړو د انتقال په تړاو دا رپوټونه داسې مهال دي، چې د طالبانو حکومت د پاکستاني جنګیالیو په تړاو د اسلام اباد تر فشار لاندې دي.

نور خبرونه

رادیو