ایران او پاکستان هېوادونو د ګډې ازادې اقتصادي سیمې پر جوړېدو هوکړه کړې ده. دغه ازاده اقتصادي سیمه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې ریمدان «ګبد» کې جوړه شي او ټاکل شوې تر راتلونکو دوو اوونیو د دواړو خواوو پلاوي سیمې ته د ارزونې په موخه سفرونه وکړي.
که څه هم په دې ډېر جزییات نه دي خپاره شوي، خو تمه ده چې په جوړېدونکې ازادې اقتصادي سیمه کې به د دواړو خواوو سوداګرو او پانګهوالو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران ولسمشر او ورسره مل پلاوی پرون شنبه (زمري ۱۱مه) په دوهورځني سفر پاکستان ته تللی دی.