پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې د ټيټيپي مرکچي پلاوي له ځايي قومي مخورو سره په ناسته کې پرېکړه کړې چې له استوګنیزو سیمو به وځي، خو ټینګار یې کړی چې په بشپړه توګه دا ولسوالۍ نهشي پرېښودلی.
راپور کې راغلي، د باجور د سولې جرګې او د ټيټيپي غړو ترمنځ د خبرواترو دویم پړاو چې موخه یې په بشپړه توګه له یادې ولسوالۍ څخه د یادې وسلهوالې ډلې وتل و، د شنبې پر ورځ پای ته ورسېد. دغه ۵۰ کسیزه جرګه د لوی ماموند په سیمه کې شوې ده.
ټيټيپي د جمعې پر ورځ د ناستې پر مهال له جرګې څخه یو ورځ وخت غوښتی و، څو د دوی دوه غوښتنې له خپلو مشرانو سره شریکې کړي. دې غوښتنو کې یوه یې دا وه چې د دې ډلې غړي باید افغانستان ته ستانه شي او دوېیمه که غواړي له پاکستاني پوځیانو سره وجنګېږي، نو غرونو ته دې وخېژي. د جرګې مشرانو نیوکه کړې وه چې د دواړو لوریو ترمنځ جګړو کې ځايي ولسي وګړو ته مرګ ژوبلې اوړي.
ډان لیکلي چې د دواړو لوریو ترمنځ شوې جرګه کې کوم ځانګړی پرمختګ نه دی تر سترګو شوی. دا ناسته د شنبې پر ورځ د ماسپښین درې بجې پیل شوې وه او د شپې ناوخته پای ته ورسېده، خو د جرګې مشر تر دې دمه رسنیو ته د ناستې رسمي جزییات نه دي اعلان کړي.
یادې ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، د پاکستاني طالبانو مشرانو د سولې جرګې غړو ته ډاډ ورکړی چې دوی به په سیمه کې سولهيیز پاتې شي. همداراز ویل شوي چې د باجوړ د سولې جرګې مشر صاحبزاده هارون رشید له یو شمېر نورو غړو سره یو ځای د لوړپوړو حکومتي چارواکو سره د خبرواترو د جزییاتو شریکولو لپاره لیدلي او هیله یې ښودلې چې خلک به ډېر ژر مثبت خبرونه واوري.
بلخوا، د ترهګرۍ ضد د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو له امله او د احتمالي بېځایه کېدو له وېرې د لوي ماموند په ۱۶ سیمو کې د مرستو کمپونه جوړ شوي دي. راپور زیاتوي چې دغه کمپونه تر ډېره پورې د سیمهییزو غیردولتي سازمانونو لهخوا د لوی ماموند او خار سیمو کې جوړ شوي دي.
پاکستاني طالبان او باجوړیان داسې مهال سره جرګه کېږي چې په دې وروستیو کې هلته له پوځ سره سختې وسلهوالې نښتې وشوې او له امله یې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې. همداراز د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته هم د دغو جګړو له امله مرګ ژوبله واوښته.
ادعاوې کېږي چې په باجوړ کې د نښتو پر مهال له ټيټيپي سره افغان وسلهوال هم لیدل شوي او د پاکستاني پوځیانو ځنې پوستې یې سقوط کړي او ان وسایط یې هم ورته سوځولي دي.