په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پلان شوی سفر د « تخنیکي ستونزو» له امله وځنډېد. ټاکل شوې وه نوموړی د زمري پر۱۳مه په درې ورځني رسمي سفر پاکستان ته لاړ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته په خپل وروستي سفر کې متقي ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړې وه.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سفر د ځنډېدو لامل « تخنیکي ستونزې» دي او ډېر زر به د سفر نوې نېټه اعلان شي.