ملګري ملتونه: د کابل له له هرو پنځو څخه څلور اوسېدونکي په غیررسمي سیمو کې اوسېږي

۲ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د انساني استوګن‌ځایونو پروګرام ادارې یک‌شبنه (زمری ۱۲مه) په یوه بیان کې ویلي چې د کابل له هرو پنځو اوسېدونکو څخه څلور یې په غیررسمي سیمو کې ژوند کوي.

په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان د ښاري خلکو ۴۰ سلنه یې په کابل ښار کې ژوند کوي. د بیان له‌مخې، دا خلک د طبيعي پېښو پر وړاندې دومره مقاومت نه‌لري او ژر زیان ورته رسېږي.

دغې ادارې زیاته کړې: «دوی ته د اقلیمي بدلون له امله هم ډېر زیان رسېږي او بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.»

نور خبرونه

رادیو