طالبانو په میدان وردګ کې د «شهر نو» په نوم د یوه ښارګوټي ځمکه دولتي اعلان کړه

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی چې د دغې ډلې یوې ځانګړې محکمې د ځمکو قضیو ته د رسېدنې په لړ کې د په میدان وردګ ولایت کې د «شهر نو» په نوم د یوه ښارګوټي ۸۸۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې ده. د طالبانو په وینا، دا ځمکه د همدې ولایت په مرکز کې پرته ده.

د یاد وزارت په خبرپانه کې یک‌شنبه (زمري ۱۲مه) راغلي چې د دغې ډلې د ځمکو د غصب څخه د مخنیوي او غصب‌شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یاده پرېکړه شوې ده. طالبانو ویلي، د دوی ځمکو غصب مخنیوي کمېسیون مسوولیت لري چې له زورواکو او غاصبینو څخه دولتي ځمکې وژغوري.

پر کابل واکمنه ډله زیاتوي، د هېواد په څلورو ولایتونو کې یې یاد کمېسیون فعالیت او تخنیکي پلاوي یې په بېلابېلو سیمو کې د ځمکو د تشخیص مسوولیتونه لري. طالبانو تر دې مخکې په کابل کې هم د یو شمېر ښارګوټو ځمکې دولتي‌ اعلان کړې وې چې یو یې هم په دې وروستیو کې د پغمان سیمې اړوند د ملا عزت ښارګوټی و.

طالبان داسې مهال د ځمکو د غصب مخنیوي په تړاو ادعاوې کوي چې اندېښنې شته د همدې ډلې اړوند سیمه‌ییزو قوماندانانو په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي او نادولتي ځمکې په زوره نیولي او ان ځینو په کې ودانۍ او باغونه هم جوړ کړي دي. د مخکېني جمهوري نظام پر مهال هم لوړ پوړي دولتي چارواکي، سیمه‌ییز زورواکي او ان د ملي شورا غړي د ځمکو په غصب کې ښکېل وو.

باورونه دا دي چې افغانستان کې دولتي ځمکې په خورا تخنیکي او سېسټماټیک ډول غصب شوي او دا لړۍ د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې هم په مختلفو ډولونو روانه ده. په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له لوري د ښارګوټو له دولتي کېدو وروسته خلک شکایتونه کوي چې تر اوسه هم ورته بدیلونه نه دي وړاندې شوي او باید د دوی د ملکیتونو برخلیک معلوم شي.

نور خبرونه

رادیو