د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د احصایي او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې په تېره چنګاښ میاشت کې ۴ زره او ۴۶ بهرمېشتو افغانانو ته یې له فزیکي حضور پرته د تابیعت تذکرې ورکړې دي.
نوموړې ادارې نن (یکشنبه، زمري ۱۲مه) پر خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، په ورکړل شویو تذکرو کې نوې، مثنی او هغه تذکرې شاملي دي چې بیا ځلي اصلاح شوي دي.
د احصاییې او معلوماتو ادارې په وینا، په تېره یوه میاشت کې یې په کابل کې نږدې ۱۴ زره کسانو د تذکرې د ورکړې، اصلاح او نور اړوند خدمتونه هم وړاندې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ځینو کسانو د تذکرو د وېش پرمهال د دغې ادارې د اړوندو مامورینو د بېپروايۍ له امله په دغه مهم سند کې د تیروتنو په اړه شکایتونه کړي وو.