په خېبرپښتونخوا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی چې په بنو کې د پولیسو او وسلهوالو ترمنځ په نښته کې څلور کسان وژل شوي دي. دا نښته تېره شپه د بنو فتح خېل سیمې اړوند په «لېړه پُل» کې رامنځته شوې ده.
نښته هغه مهال رامنځته شوې چې وسلهوالو له سپکو او درنو وسلو څخه په استفادې په یاده سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوستې برید وکړ.
د بنو د پولیسو یوه ځايي مسوول هم افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې د پولیسو په ځوابي برید کې درې وسلهوال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. عباس د یوه پولیس د وژل کېدو او درېیو نورو د ټپي کېدو خبره هم منلې ده.
په سیمه کې ځايي سرچینو ویلي چې په بېګاني برید کې تر ۱۰۰ ډېرو طالبانو برخه اخیستې وه.
ورته مهال، له یادې نښته وروسته شاوخوا سیمو کې د امنیتي ځواکونو د ګډو چانړیزو عملیاتو د پیل په اړه هم خبرونه ورکړل شوي دي.
د دغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو په بنو کې تر ډېره تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي او د دغې ډلې اړوند کسان فعالیت لري.