د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان له اډیاله بند څخه په خپله اېکس پاڼه کې په یوه پیغام کې د خېبرپښتونخوا له اعلی وزیر علي امین ګنډاپور څخه غوښتي، چې په خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د بل پوځي عملیات اجازه ورنه کړي.
عمران خان په خپل دغه پیغام کې ویلي، د پوځ او ولس په مخامخ کېدو سره به د پوځ اداره له منځه ولاړه شي. خان زیاته کړې: «عملیات د کومې ستونزې حل نه دی. ستونزې باید د هغه ځای د نظام له مخې د خبرو اترو له لارې حل شي. افغانستان زموږ مسلمان ګاونډی دی. له دوی سره اړیکې هم باید ښې شي او ستونزو ته باید د خبرو له لارې حل لارې ولټول شي.»
د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور بیا د عمران خان دغه پیغام ته په ځواب کې پر خپلې اېکس پانې لیکلي، چې د عمران خان د فکر په درک کولو سره یې په خېبرپښتونخوا کې د قبایلو د جرګو بهیر پیل کړی دی.
د شنبې په ورځ (د زمري په ۱۱مه) یوه جرګه چې د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر په کوربتوب پیل شوې وه، پکې د خېبر او اورکزو ولسوالیو تر څنګ د دره ادم خېل او حسن خېل قبایلي برخو شاوخوا ۱۵۰ مشرانو، منتخبو ولسي استازو او ځينو ځايي چارواکو ګډون درلود.
د ګنډاپور په وینا، د شنبې ورځې په جرګه کې سپارښتنه وشوه، چې د سولې د ټینګښت لپاره ټول د ترهګرۍ او ترهګرو پر ضد یو موټی دي، عملیات او د ځايي خلکو بېځایه کول په هېڅ صورت کې د منلو نه دي، پرمختګ له سولې سره تړلی دی او د سولې په ټینګښت سره به د پرمختګ بهیر ګړندی شي، د معدنیاتو په ګډون هېڅ ډول سرچینې نه چا غوښتي او نه به چا ته ورکړل شي، قبایلي مشران باید له افغانستان سره د خبرو لپاره هلته واستول شي، راتلونکې سیمه ییزه جرګه به د مهمند او باجوړ په ولسوالیو کې ترسره شي، ورپسې درېیمه جرګه به په شمالي او جنوبي وزیرستان کې وشي او وروستۍ سیمه ییزه جرګه به په کُرمه کې جوړه شي او تر هغې وروسته به د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر له لوري یوه لویه جرګه راوبلل شي او بیا به د سولې او امنیت د ټينګښت لپاره د عمل پلان جوړولو په موخه وړاندیزونه وړاندې شي.
د یادونې وړ ده، چې په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت واکمن دی.