د ناامنۍ دوام؛ پښتونخوا کې سږ کال په ۴۷۶ ترهګریزو بریدونو کې ۱۲۱ پاکستاني پوځيان وژل شوي

۴ ساعتونه مخکې

د خېبرپښتونخوا د پولیسو اسنادو له‌مخې، د روان زېږدیز کال د جنورۍ له میاشتې څخه تر اوسه پورې په دغه ایالت کې وسله‌والو ډلو ۴۷۶ «ترهګریز» بریدونه کړي دي. په دې بریدونو کې ۱۲۱ کسان وژل شوي او څه باندې ۳۰۰ نور ټپیان دي.

وزیرستان، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعېل خان هغه ولسوالۍ دي چې له ترهګرۍ ډېرې اغېزمنې شوې دي. د راپور له‌مخې، شمالي وزیرستان کې ۷۷، بنو کې ۷۴، لکي مروت کې ۴۸ او ډېره اسماعېل خان کې ۴۴ ترهګریز بریدونه شوي دي. په دې بریدونو کې ډېری هغه یې د‌ پاکستاني پوځیانو او امنیتي ادارو پر غړو شوي دي.

په اسنادو کې راغلي چې وژل شويو کسانو کې ۶۶ پولیس وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي. همداراز پښتونخوا کې د‌ پاکستان د سرحدي ځواکونو ۴۸ سرتېري د وژل شویو او ۱۰۹ نور د ټپیانو په نوملړ کې ښودل شوي دي. د نورو بېلابېلو امنیتي ادارو هم ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي.

هم‌مهاله د خېبرپښتونخوا د پولیسو مشر ذولفقار حمید وایي، د سوېلي سیمو د امنیت ټینګښت لپاره پولیسو ته عصري وسلې ورکول کېږي او د امنیتي پوستو پر قوي کېدو یې کار پیل کړی دی. نوموړي هیله‌مندي ښودلې چې ډېر ژر به یې مثبتې پایلې ترلاسه شي.

په پښتونخوا کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والې ډلې په دې وروستیو کې خپل بریدونه پراخ کړي او هره ورځ له پوځ سره په بېلابېلو سیمو کې پر جګړو اخته وي. اسلام‌اباد ادعا کوي چې پر کابل واکمنو د پاکستاني طالبانو تحریک غړو ته په افغانستان کې خوندي پټن‌ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه دغه بریدونه تنظیموي.

د طالبانو تر واکمنیدو وروسته ټي‌ټي‌پي چې د دغې ډلې پخواني متحدین یادېږي، لا یې نورې قوي شوي او ان په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلو ته یې هم لاس‌رسی موندلی دی.

نور خبرونه

رادیو