قبایلي جرګې د پاکستان د حکومت له مخالفو وسله والو غوښتي چې افغانستان ته ستانه شي

۴ ساعتونه مخکې

د باجوړ د سولې جرګې او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د جمعې په ورځ پای ته ورسېد.
جرګې له طالبانو وغوښتل چې یا دې افغانستان ته ستانه شي، یا دې جګړه پریږدي او غرونو ته ولاړ شي.
ټي‌ټي‌پي ژمنه کړې چې دا غوښتنې به له خپلو مشرانو سره په افغانستان کې شریکې کړي.

د سولې جرګې غړو د جمعې په ورځ (د زمري په ۱۰مه) د ماموند تحصیل سیمې په یوه جومات کې د پاکستاني طالبانو له استازو سره لیدلي.

د پاکستان جیو ټلوېزیون د راپور له مخې، د پاکستاني طالبانو استازو ویلي چې دوی به د قبایلي جرګې د ګډونوالو دا غوښتنې "په افغانستان کې له خپلو مشرانو" سره شریکې کړي.

ټي ټي پي تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د تېرا درې زرګونو اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ پراخ لاریون وکړ او د ناامنۍ، اقتصادي ستونزو او د ورځني ژوند د ګډوډۍ له امله یې له سیمې د وسله‌والو د وتلو غوښتنه وکړه.

دا لاریون هغه وخت په تاوتریخوالي بدل شو کله چې د پاکستان د پوځ ځواکونو ډزې وکړې، لږترلږه درې لاریون کوونکي یې ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.

خو ځايي قبایلو د جمعې په ورځ د سولې جرګه وکړه او له سیمې څخه یې د وسله والو په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو د وتلو غوښتنه وکړه.

ډان ورځپاڼې د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د جرګې غړو ته د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) استازو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به له خپلو مشرانو سره سلا مشوره وکړي. دا خبره ښيي چې د پاکستاني طالبانو د قوماندې جوړښت لا هم په افغانستان کې موجود دی.

پاکستاني چارواکي اټکل کوي چې شاوخوا څلور زره پاکستاني طالبان په افغانستان کې فعالیت کوي.

خو طالبانو تل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون رد کړی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) د جمعې په ورځ په خپل وروستي راپور کې وویل چې د القاعدې، پاکستاني طالبانو او داعش خراسان په ګډون ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي.

سربېره پردې، درېیو بېلابېلو سرچینو مخکې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د ټي‌ټي‌پي غړي په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې هڅه کوي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستاني پوځ پر ضد د بریدونو لپاره بې‌پیلوټه الوتکې وپېري.

نور خبرونه

رادیو