د پاکستان پوځ رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د لوی درستیز مارشال عاصم منیر په مشرۍ په جېاېچکیو کې د چینایي پوځ د جوړېدو ۹۸یمه کلیزه نمانځل شوې او هممهاله له چین سره د اړیکو پر لا پراخېدو ټینګار شوی دی. د دې مراسمو پر مهال په اسلاماباد کې د چین سفیر هم حضور درلود.
عاصم منیر وايي، د چین او پاکستان ترمنځ اړیکې ازمایل شوي او ان د سیمې په ګډون د نړۍ په سترو بدلونونو کې دواړه لوري پیاوړي پاتې شوي دي. هغه زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شراکت د دوهاړخیز باور، نهماتېدونکي ملاتړ او ګډې ژمنتیا بېلګه ده.
د پاکستان د پوځ مشر ټینګار کړی چې که څه هم ستراتیژیک شرایط بدلېږي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي همېشه کلکه او نه ماتېدونکې پاتې شوې ده. په دې مراسمو کې د چین سفیر د پاکستان پوځ له مشر عاصم منیر څخه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان د وسلهوال ځواک رول هم ستایلی او د سټراټېژیک شراکت د دوام او ملاتړ ژمنه یې هم تازه کړې ده.
پاکستان چې په سیمه کې د چین تر ټولو نږدې متحد دی، وخت ناوخت یې له امریکا سره د همدې اړیکو له امله د باوري اړیکو رامنځته کېدو کې خنډونه هم راپورته شوي دي. دا دواړه هېوادونه په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې هم یو بل سره نږدې همکاران دي.