د کولمبیا پخوانی ولسمشر د کورني بند پر سزا محکوم شو

۱۰ ساعتونه مخکې

د کولمبیا پخوانی ولسمشر الوارو یوریب پرون (جمعه) د یوې محکمې له‌خوا د کورني بند پر ۱۲ کلنې سزا محکوم شوی. نوموړی د رشوت په تور محکوم شوی او د نوې پرېکړې له‌مخې به د څه باندې نیم مېلیون ډالرو د جریمې د ورکړې سربېره تر راتلونکو اتو کلونو له دولتي دندو هم محروم وي.

د کولمبیا پخواني ولسمشر د دغه پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی او ویلي دي چې پر خلاف به یې خپل اعتراض ثبت کړي. د هغه دا قضیه له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې روانه وه.

نور خبرونه

رادیو