امریکا د پاکستان په کراچۍ کې لوکسو هوټلونو ته د امریکایانو تګ او سفر محدود کړل

۶ ساعتونه مخکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې په لنډمهالي ډول دې د دغه هېواد دولتي کارکوونکي او چارواکي د پاکستان په کراچۍ ښار کې لوکسو هوټلونو ته له ورتګه ډډه وکړي. د دغه وزارت په وینا، دا پرېکړه یې د احتمالي امنیتي ګواښونو له کبله کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپور شوي بیان کې راغلي چې امریکايي وګړي دې هغو ځایونو ته له ورتګ هم ډډه وکړي چې ګڼه ګوڼه په‌کې زیاته وي.

په پاکستان کې رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو