بریتانیا او اوکراین روسیې ته د سولې لپاره د ټرمپ ورکړل شوی مهلت یو مهم ګام وباله

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۰

د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له‌خوا پر روسیې د سولې د پرمختګ لپاره ټاکل شوی نوی ضرب‌الاجل یو مهم ډېپلوماټيک اقدام وباله او ټینګار یې وکړ چې د جګړې د دوام یوازینی لامل روسیه ده.

دا څرګندونې د اوکراین ولسمشر او د بریتانیا د لومړي وزیر ترمنځ په ټلیفوني خبرو کې ترسره شوي دي.

د بریتانیا د حکومت دفتر (ډانینګ سټریټ) ویاندې د دواړو مشرانو تر منځ تر تلیفوني خبرو وروسته وویل: "دواړو مشرانو د ټرمپ له‌خوا روسیې ته ټاکل شوی نوی ضرب‌الاجل وستایه، څو د سولې په تړاو د ځنډ سیاست پای ته ورسول شي او ریښتینی پرمختګ ممکن شي."

هغې زیاته کړه: "دواړو مشرانو په دې موافقه وکړه چې د اوسنۍ جګړې د پای ته رسېدو یوازینی خنډ روسیه ده."

نور خبرونه

رادیو