د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ۲۰۲۴ کال د فوټسال غوره کسان اعلان کړل. اکبر کاظمي چې د صداقت کابل لوبډلې ملي ستوری لوبغاړی دی، د کال غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام کې د انګولا پر وړاندې د هغه ګول وهنه ددې لامل شو، چې د کال غوره ګول ونومول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې محمد جواد صفري بیا د کال غوره ګولساتونکی وټاکل شو.
د ۲۰۲۴ کال د افغانستان د فوټسال غوره کسان په یوه کتنه کې:
اکبر کاظمي، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې او د صداقت کابل لوبډلې لوبغاړی، د کال غوره لوبغاړی.
سید مرتضی حسيني، د پنجشېر د پیروزي لوبډلې لوبغاړی، د کال غوره ځوان لوبغاړی
محمد جواد صفري، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې او د ایران د پالایش نفت اصفهان لوبډلې ګولساتونکی، د کال غوره ګولساتونکی
حسین افشار، د نورزاد اېفسي نیمروز لوبډلې سرمربی، د کال غوره روزونکی
د ۲۰۲۴ کال د نړۍوال جام کې د انګولا د ملي لوبډلې پر وړاندې د اکبر کاظمي ګول، د کال غوره ګول
د ۲۰۲۴ کال د افغانستان د فوټسال غوره لوبډله:
محمد جواد صفري، مهدي نوروزي، فرزاد محمودي، مهران غلامي او اکبر کاظمي د ۲۰۲۴ کال د افغانستان د فوټسال غوره لوبډله.
حسین افشار: روزونکی