د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي، چې د دغې ادارې مرستیال حافظ عزیزالرحمان د اسيايي هېوادونو د پاسفیک حوزې له مشر جُی سینګال سره لیدلي. ښاغلي سینګال په دغه لیدنه کې ژمنه کړې، چې د سرې میاشتې په چوکاټ کې به د راستنېدونکو کډوالو لاسنيوی کوي.
د دغې ادارې لهخوا د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۹مه) په خپرې شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي سینګال په حواله راغلي، چې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.
ښاغلي سینګال زیاته کړې، چې د سرې میاشتې په همکارۍ به له تازه ستنېدونکو افغانانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
په وروستۍ یوه میاشت کې له ایران او پاکستانه په ډلهییزه او جبري توګه زرګونه کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي، چې ډېره برخه یې د ژوند لومړنۍ اسانتياوې او سرپناه هم نهلري.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت له دومره ډېرو کډوالو سره د مرستې توان نهلري او طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې هم تر ډېره محدوده شوې او په ځینو برخو کې په ټپه درېدلې دي.