د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت خبر ورکړی، چې د اوبو او انرژۍ وزير ملا عبداللطیف منصور د «اېم،سي،سي» او «اېم، جي، سي، اېل» شرکت له مشر وانګ جیچین سره کتلي او د باغ درې بند د مطالعاتو د روان بهیر په اړه یې خبرې کړې دي.
د چینايي شرکت مشر وانګ جیچین ښاغلي منصور ته ډاډ ورکړی، چې د دغه بند جیوتخنیکي او جیوفزیکي مطالعات بریالي روان دي او دواړو خواوو پر خپلمنځي همکاریو ټینګار کړی دی.
دا بند د کاپيسا ولایت په مرکز کې جوړېږي، چې تړون یې مخکې لا له یاد شرکت سره شوی دی. دغه بند د ۵۶۲ مېلیونه ډالرو په لګښت جوړېږي او جوړول به یې ۸ کاله وخت ونیسي.