په خوست کې یو ۱۳ کلن ماشوم د تېزابو تر څښلو خپل ژوند پای ته ورساوه

۱۸ ساعتونه مخکې

په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ تر سیوري لاندې د ځان‌وژنو پېښو پر دوام؛ د خوست ځایي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یو تنکي ماشوم ځان‌وژنه کړې ده. دا پېښه د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې شوې ده.

دوی جمعه (د زمري ۱۰مه) زیاته کړې، چې یاد ۱۳ کلن ماشوم د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژلی دی. د سرچینو په خبره؛ یاد ماشوم د تېزابو تر څښلو وروسته خپل ژوند پای ته رسولی دی.

د خوست اوسېدونکو د دغه ماشوم د هویت په تړاو څه نه دي ویلي. طالبانو هم تر اوسه په رسمي ډول د دغې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هېواد په ګوټ-ګوټ کې د ځان‌وژنې پېښې ډېرې شوې دي؛ خو د یوه ۱۳ کلن ماشوم پېښه یو څه نادره بلل کېږي.

افغانستان انټرنشنل-پښتو د روان کال په چنګاښ میاشت کې موندلې وه، چې د هغې میاشتې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځوانانو د ځان‌وژنې لږترلږه ۱۰ پېښې شوې وې. اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او رواني فشارونه د دغه پېښو لوی لاملونه بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو